د چاپان سفیر له زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه او د مرستو یادونه یې وکړه،ښاغلي سفیر په افغانستان کې تر بل هر وخت امنیت ښه وباله او زیاته یې کړه چې له داخلي عوایدو د نوي کال د بودیجې تصویب د افغانستان اقتصادي پر متخګ څرګند کړ. ښاغلي تاکاشي اوکادا له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې سره وویل چې هیواد یې غواړي له افغانستان سره په زارعت او نورو انکشافي برخو کې د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې ترسره کړي.جاپاني سفیر دغه راز د زارعت، تعلیم او نورو انکشافي برخو کې د مرستو تر څنګ یادونه وکړه چې هیواد یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره سلا مشورې کوي تر څو په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي، همداراز یې څرګنده کړه چې هیواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي. محترم متقي صاحب د چاپان هیواد د مرستو او له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د جاپان په شمول ټوله نړۍ له افغان ولس سره د زیربنايي پروژو په برخه کې همکارۍ وکړې،متقي صاحب وویل؛ ټوله نړۍ مسؤلیت لري چې د افغانستان د بیا ابادۍ لپاره د نوي افغان حکومت لاسنیوی او ملاتړ وکړي تر څو و وکولای شو چې څلور لسیزو جګړو ځپلی افغانستان ودان کړو.