د چين سفير په سر کې د بهرنيو چارو وزير ته له وروستۍ زلزلې وروسته د چين د بشري مرستو د رسولو په باب معلومات ورکړل. د چين سفير وويل، تر دې دمه د چين د بشري مرستو اته لوتکې کابل ته رسېدلي او په نژدې راتلونکي کې به نورې مرستې هم وشي. د بهرنيو چارو وزير د چين له بشري مرستو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او ګڼو نورو ادارو ترمنځ يې د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې ميکانيزمونو د وروستۍ ناستې د بحثونو او پرمختګونو هرکلی وکړ. متقي صاحب وویل، مسۇلیت لرو چې د افغانستان او چين ترمنځ د هوا او ځمکې له لارو سوداګرۍ ته وده ورکړو، په ځانګړي توګه پر جلغوزو سربېره، چين ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمينه هم برابره شي. چينايي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان اړوندو ادارو سره به کار وکړي تر څو چين ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادرولو په برخه کې مرسته وکړي. په پای کې متقي صاحب چينايي لوري ته ډاډ ورکړ چې هڅې یې دادې تر څو چين ته د افغان توکيو د صادراتو د زياتوالي په موخه اړوند افغان ارګانونه له چينايي لوري سره نژدې او مؤثرې دوه اړخیزې ناستي ولري.