نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین محمد صالح محمد فاروقي، د انرژۍ وزارت معین راشد محمود او مل پلاوي وکتل.

په ناسته کې د سوداګرۍ پر پراختیا، ټرانزیټ، عبوري نقطو کې موجودو ستونزو پرحل،د ویزو پر تسهیل، د تګ راتګ پر مهال د افغان مسافرو د ستونزو پر هواري او دیته ورته موضوعاتو خبرې وشوې. محترم متقي صاحب د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ لمخې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او همدا راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي فاروقي د اسلامي امارت سوداګرۍ، مالیې او اړوندوزارتونو سره له شویو مجلسونو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې افغان سوداګرو ته به پاکستان کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې اسانتیاوې برابروي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي پراختیا لپاره باید د متقابل احترام او تسهیلاتو برابرولو په برخه کې د ګډې همکاهنګۍ لمخې کار وکړای شي. دغه ناسته کې د پاکستان د انرژۍ وزارت معین ښاغلي راشد محمود و ویل چمتو یو له افغان پانګوالو سره په ګډه افغانستان کې د برېښنا پر تولید پانګونه وکړو او راتلونکي کې دغه برخه کې د ډبرو سکارو پرځای مستقیما له افغانستان نه برېښنا را وارده کړو. په پای کې د بهرنیو چارو وزیر متقي صاحب یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت نه یواځې پاکستان بلکې ټولو ګاونډیو، د سیمې هیوادونو او نړیوالو ته افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابروي. همدا راز یې د اسلامي امارت پالیسي واضح کړه چې چمتو یو افغانستان د سیمې پرټرانزیټي هب یا مرکز بدل او د شاخوا پرتو هیوادونو او ولسونو لپاره د ګټې او ښېرازۍ سبب شي. متقي صاحب د مسافرو په تګ راتګ تجارت او د صادراتو او وارداتو په برخه کي د تسهیلاتو برابرولو ته د جدي پاملرني غوښتنه وکړه او دواړو لوریو موافقه وکړه چي په دې اړه به لازیاته توجه او همکاري کوي