نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د قطر نوي ټاکل شوي مرستیال سفير ښاغلي سعيد العيده وکتل.

په ناسته کې و نوي مرستیال سفیر ته محترم متقي صاحب ښه راغلاست ووایه او د ښه ماموریت د ترسره کولو هيلمندي يې وښوده. دغه راز په ناسته کې دواړو لورو د افغانستان-قطر پر اړیکو خبرې وکړې او د لا پياوړتيا لپاره یې هوډ او حسن نیت څرګند کړ. همداراز په ناسته کې په افغانستان کې د پانګونې، زراعت، معدنیاتو، بریښنا تولید، اتصال او ګڼو نورو انکشافي پروژو په تړاو خبرې وشوې. په پای کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کي یو له بل سره د ګډې هماهنګۍ او همکارۍ له لارې پرمختګونه رامنځته کړي.