نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په مشرۍ افغان پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ښاغلي ویلادیمیر نوروف سره وکتل.

ښاغلي نوروف د تاشکند په نړیواله ناسته کې د افغانستان د لوړپوړي پلاوي د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چي په دې ناسته کې به د افغانستان پرمختګونه بیان شي تر څو د ګډونوالو قناعت ترلاسه شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند د نړیوال کانفرانس له امله له ازبکستان څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې پخوا به د افغانستان د مسئلې په اړه د مذاکراتو، اوربند، اورکم او د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو کانفرانسونه دایرېدل؛ خو دا ځل د افغانستان د اقتصادي پراختیا په باب نړیواله ناسته رابلل کېږي چې دا ښه پرمختګ دی. همداراز متقي صاحب ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې ډاډمن امنیت د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځ ته کړي دي، په ځانګړې توګه د هغو عناصرو پرخلاف چې څه موده وړاندې يې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر پوله د ورانکارۍ هڅه کړې وه، د بریالیو عملیاتو په اړه د امنیتي سکتور مسؤولینو معلومات ورکړل. متقي صاحب زیاته کړه چې اسلامي امارت پر خپلو کړو ژمنو ټینګ ولاړ دی او هېڅ ډلې او یا فرد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د درېیم هېواد پرخلاف وکاروي. ښاغلي نوروف په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د ازبکستان ولسمشر د افغانستان سولې او ثبات ته ځانګړې توجه کوي او له دې فرصت څخه په استفادې د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور پر رېل ګاډي په جدیت سره کار کوي. ده زیاته کړه چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به منځنۍ اسیا او سویلي یو بل سره وصل شي او له دې لارې به د افغانستان اقتصاد ډېره وده وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د رېل ګاډي د پروژې په باب د افغانستان تیاري په ګوته کړل او یادونه یې وکړه چې په دې اړه له ازبکستان او پاکستان سره په مذاکراتو کي ښه پرمختګ شوی او اوس به عملي کار پیل کیږي.