په ناسته کې د افغانستان-چین پر دوو اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وشوې. په سر کې د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په مدیریت کې د نوي حکومت اقدامات وستایل. ښاغلي وانګ يي د امنیت د تامین په برخه کې د ا. ا. د حکومت پرمختګونه د پاملرنې وړ وبلل. ده همداراز د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو د میکانیزمونوپه چوکاټ کې د هراړخیزو مرستو او په ځانګړې توګه په سوداګریزو او کرنیزو برخو کې د مرستو یادونه وکړه تر څو د افغانستان کرنیز توکي زیات شي او اقتصادي ځانبسیاینې ته ورسېږي. ده همداراز ټینګار وکړ چې د کوکنارو د کښت له بندولو سره چین چمتو دی چې افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي. په دې لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به افغانانو ته ویزې ورکول پیل شي. د ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند ناسته ډېره ګټوره وبلله او په ناسته کې يې د سیمهییزو هېوادونو، په ځانګړې ډول د چین د استازي څرګندونې د افغانستان ملاتړېوبللې. متقي صاحب د چین له خوا له افغان زلزلهځپلو سره د پر وخت بشري مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو د میکانیزمونو په چوکاټ کې شوي پرمختګونه پلي شي. د بهرنیو چارو وزیر له چینايي لوري مننه وکړه چې د چین اورومچي ته یې داریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو زمینه برابره کړه او زیاته یې کړه چې دا چاره به د افغانستان د صادراتو له زیاتولو سره مرسته وکړي. په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې دواړه لوري به په سیاسي برخه کې اړیکې لا پراخې کړي