په دغه ناسته کې په افغانستان کې د سوداګرو د ستونزو، هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو او د پانګونې لپاره پر نوو فرصتونو خبرې وشوې. د سوداګرو نظرونه واورېدل شول او په تجارتي برخه کې د نوي حکومت په راتګ سره د رامنځته شویو سهولتونو او شفافیت په تړاو مفصلې خبرې وشوې. د بهرنيو چارو وزير سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې اوس افغانستان خوندي دی او د منځنۍ او جنوبي اسيا ترمنځ د سوداګرۍ له پراختيا سره د پانګونې ښه فرصت رامنځ ته کوي. د ماليې وزير په بیروکراسۍ کې د اسانتيا او د شفافيت په باب تفصيلي خبرې وکړې. افغان سوداګرو خوښي څرګنده کړه چې د ا. ا. ا. په راتګ سره فساد له منځه تللی او سوداګرۍ ته خوندی چاپېریال رامنځ ته شوی. دوی وویل چې راغلي امنیت د افغان سوداګرو په شمول، نړیوالو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه
مساعده کړې ده. دوی امنیت ته په اشارې سره وویل چې هیله لري په لنډ راتلونکي کې به د پانګوالو توجه ورته راواړوي او نړیوال پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي. د ناستې په پای کې دواړو وزیر صاحبانو افغان تجارانو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او دوی يې د افغانستان د بیا ابادۍ په برخه کې مهم رول لرونکي وبلل چې باید د هیواد په بیا رغونه کې خپل سهم ترسره کړي.