۳۰ ذُو ٱلْحِجَّة ۱۴۴۵

‏د ا.ا.ا د بهرنيو چارو له وزير محترم مولوي امير خان متقي سره د ترکیې هیواد په استنبول ښار کې د م.م. خپلواک ارزوونکي ښاغلي فریدون هادي سينيرلي اوغلو وکتل.

په ليدنه کې ښاغلي فريدون د افغانستان له سفر او ملاقاتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د خپل راپور ترکيب او وړانديزونو په هکله يې خبرې وکړې.

نوموړي د افغانستان او نړیوالو تر منځ د تعامل پر زیاتېدو ټینګار وکړ او په دې اړه یې خپل نظر شریک کړ.

‏د بهرنيو چارو محترم وزير په افغانستان کې د امنيت، مخدره موادو سره مبارزې، اقتصاد، صحت، شفافيت، حکومتولي او خدماتو وړاندې کولو کې داسلامی امارت پرمختګونه یاد کړل او له نړیوالي ټولني سره یې د رغنده تعامل په اړه د اسلامي امارت له لوري شوي اقدامات د پام وړ وبلل او زیاته یې کړه ‏چي له دې هر څه سره سره نړيوالو ددې کړنو د تقدير پرځای همیشه یو طرفه غوښتني کړي دي، د شعاري موضوعاتو په بهانه یې د افغانستان شتمنۍ کنګل او بنديزونو لګولو سره یې د ولس مجازاتو ته مخه کړې، چې دا د رغنده تعامل لپاره خنډونه جوړوي.

متقي صاحب ټنګار وکړ چي اوس باید افغانستان ته د یوه داسي نا امنه هیواد په نظر ونه کتل شي چي هلته جنګ یا ګډوډي ده، بلکي اوس امن او مرکزي مسلط حکومت شته، نو ښه به وي چې نړیواله ټولنه د اوسنیو حقایقو په نظر کي نیولو سره رغنده تعامل ته را وړاندي شي.