۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي جاو شینګ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او چین د دوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې پر لوړولو او ګڼو نورو دوو اړخیزو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو اووروستیو سیمه ییزو پرمختیاوو خبرې وشوې.

په سر کې د بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل وروستي سفر پرمهال د هغه هېواد د مېلمه پالنې او د بحثونو له ښو نتایجو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې چین سره د ا.ا. دوې اړخیزې اړیکې مخ په پراختیا دي.‏د چین سفیر په خپل وار افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې ښې وبللې او د دیپلوماتیکو اړیکو د لا پراختیا په باب یې د خپل هېواد لېوالتیا په ډاګه کړه.

په دې ناسته کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري اخراج په تړاو هم خبرې وشوې او متقي صاحب د افغان مهاجرینو د هرکلي اوځای پر ځای کېدو په تړاو د افغان حکومت پر تدابیرو رڼا واچوله. د بهرنیو چارو وزیر همداراز چینايي سفیر ته د ساړه ژمي په شروع کي د مهاجرینو د جبري اخراج، د هغوی د اموالو او نورو حقوقو د نه ورکړي او نورو ګڼو ستونزو په باب توضیحات ورکړل.‏د چین سفیر هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه وتوانېږي دغه ستونزه په ښه ډول اواره کړي او په دې اړه یې د خپل هېواد د مرستې چمتووالی وښود.