۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

په هرات ولایت کې د ترکمنستان نوي جنرال قونسل ښاغلي باتیار یالوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د ترکمنستان سفیر ښاغلی خواجه عوضوف هم حضور درلود، د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان نوي جنرال کونسل ته هرکلی ووایه او په نوي ماموریت کې يې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.
متقي صاحب ترکمنستان سره د اسلامي امارت، دیرش کلني اړیکې مثبتې وبللې او د ترکمنستان سفیر او جنرال کونسل ته یې ډاډ ورکړ چې د امارت ټولې ادارې چمتو دي چې دوو اړخیزو پروژو کې بشپړه همکاري ولري. متقي صاحب د ټاپي او ټاپ پروژو د کارونو د عملي پیل په تړاو د افغانستان لخوا بشپړې لېوالتیا سره چمتووالی په ډاګه کړ.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله له زیانمنو هېوادوالو سره د ترکمنستان له مرستو مننه وکړه.
د ترکمنستان نوي جنرال کونسل د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د هرات ولایت له محلي حکومت سره به د اړوندو مسایلو په تړاو له نژدې کار وکړي.
د ترکمنستان سفیر په خپل وار د افغانستان او ترکمنستان اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې په نژدې راتلونکي کې د اسلامي امارت مشران ترکمنستان ته سفرونه وکړي. ښاغلي عوضوف همداراز د ټاپي او ټاپ پروژو د عملي کار پیل په تړاو وویل چې هېواد یې پر ګڼو انتخابونو کار کوي، چې نهايي شي افغان لوري سره به یې شریک کړي.