په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې او سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمو کې د افغان حکومت د حضور په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
په سر کې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان او روسیې دوې اړخیزې اړیکې ورځ په ورځ قوي کیږي او له روسیې څخه مننه کوو چې په نړیوالو ناستو کي له افغانستان څخه ملاتړ کوي.
متقي صاحب ټینګار وکړ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي او افغانستان چمتو دی چې د سالنګ لویې لارې له رغول کېدو وروسته جنوبي اسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، ځیني هېوادونه غواړي د نوو میکانیزمونو د جوړولو له لارې خپلې اجنډاوې په سیمه کې پلې کړي او د افغان حکومت له توافق پرته باید داسې څه ونه شي.
ضمیر کابلوف وویل، که هر هېواد له افغانستان سره مشکل لري کولای شي افغان حکومت سره یې د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي.
ښاغلي کابلوف وویل، ځیني هېوادونه ګوري چې د سیمې هېوادونه د افغانستان حکومت سره همکاري پراخوي، هغوی غواړي چې د نوو میکانیزمونو له لارې په سیمه ییزو مسایلو کې دخیل شي او دغو پرمختګونو کې ستونزې راولاړې کړي. ښاغلي کابلوف ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان بانکي زېرمې له کنګل وباسي او پرېږدي چې دغه ریزرف د افغانستان په اقتصاد کې مرسته وکړي.
ضمیر کابلوف وویل، روسیه چمتو ده چې افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او چمتووالی یې وښود چې افغان سوداګر روسیې ته ولاړشي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو فرصتونو خبرې اترې وکړي.