۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

نن له ماسپښين وروسته د روسیې فدراسیون د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي روسلان عادلګیرییف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزونو اړیکو، اقتصادي همکاریو، د اقلیم بدلون په برخه کې همکاریو او د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د سطحې پر لوړولو او پراختیا باندې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې له لوړولو سره په ګڼو برخو کې لا زیات پرمختګونه رامنځ ته کېدلای شي.متقي صاحب وویل افغانستان سره له دې چې د ګلخانه‌يي ګازونو تولید کې برخه نه لري، اما د اقلیم د بدلون له منفي اغېزو څخه خوندي نه دی. د بهرنیو چارو وزیر له روسیې غوښتنه وکړه چې د چاپېریال ساتنې او د ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان په اړوندو ادارو کې کارکوونکو ته روزنه ورکړي. متقي صاحب همداراز د چاپيریال ساتنې په اړه په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي د حضور په برخه کې د روسیې د ملاتړ غوښتنه وکړه.ښاغلي روسلان عادلګیرییف په خپل وار د افغانستان او روسیې ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې د لوړېدا پر لارو چارو وغږېده او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شریک کړي.د روسیې د ولسمشر سلاکار او ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان استازي باید د اقلیم د بدلون اړوندو نړیوالو ناستو کې ګډون وکړي او زیاته یې کړه چې روسیه به د COP 29 راتلونکې ناسته کې چې د اذربایجان په باکو کې ترسره کېږي، د افغانستان پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي.ښاغلي روسلان عادلګیرییف وویل، د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوې اړخیزې سوداګرۍ کمیسیون باید خپل کار پیل کړي.