۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال باتر آمانوف سره وکتل

په دې ناسته کې دواړو لوریو د ټاپي او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هراړخیزې خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر وویل، خوشاله یو چې د افغانستان هرات ولایت ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل چارې چټکې شوې دي. متقي صاحب وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل ته ټینګ تعهد لري او هیله یې څرګنده کړه چې تر هرات ولایت پورې د نل لیکې لومړی فاز ژر پیل او بشپړ شي. د بهرنیو چارو وزیر وویل، هرات ولایت د افغانستان یو ګڼ مېشتی ولایت دی او دغه ولایت ته د ټاپي پروژې له رسېدو سره هرات د ترکمنستان د ګازو ښه مارکیټ کېدلای شي. د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال وویل، د انرژي انتقال په ځانګړې توګه د ټاپي پروژه د ترکمنستان حکومت ته خاص لومړیتوب لري. ده وویل، تر هرات ولایت د ټاپي پروژې غځېدل یې هم حکومت ته ځانګړی اهمیت لري. ښاغلي باتر آمانوف د ټاپي پروژې اړوند د افغانستان د حکومت له هلو ځلو مننه وکړه او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت ژمنتیا او هڅې د پام وړ وبللې. د وزیرانو شورا مرستیال هیله څرګنده کړه چې د ټاپي پروژې اړوند پر شوو هوکړو کار ژر نهايي شي ترڅو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د کار پرانیسته وشي.