په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو او ځینو سیمهییزو چارو خبرې وشوې.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې نږدې او ورورګلویزې یادې کړي او د سیمې له هېوادونو سره یې د افغانستان د اړیکو له پرختیا خوښي څرګنده کړه.
همداراز ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آلثاني د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور منظمې اړیکې ولري.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د بلنې له امله مننه وکړه او د ا.ا.ا. په بهرني سیاست کې يې د قطر ارزښت ځانګړی وباله.
محترم مولوي امیر خان متقي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول د ستاینې وړ وباله او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې له لوړېدو سره به دوې اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
همداراز د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز وکړ چې قطر په افغانستان کې په پراختیايي او سوداګریزو فرصتونو کې پانګونه وکړي او د دوې اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو پر لارو چارو کار وکړي.