د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره په دوحه کې بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محترم محمد بن عبدالعزيز الخليفي وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، مختلفو برخو کې د همکاريو پراختيا او ځينو سيمهييزو مسايلو خبرې وکړې.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې وبللې او هيله يې څرگنده کړه چې دواړه هېوادونه په نږدې راتلونکي کې د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي.
محترم مولوي امير خان متقي پراختيايي او بشري برخو کې افغانستان سره د قطر مرستې ارزښتناکې وبللې او د افغانستان حکومت له اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير هم افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې نږدې وگڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو د پراختيا پر گڼو برخو رڼا واچوله.
محترم محمد بن عبدالعزيز الخليفي په کلتوري، روغتيايي، سپورتي او د کاريگرو لېږد ډگرونو کې افغانستان سره د مرستو چمتووالي وښود او ټينگار يې وکړ چې د چارو د ښه تعقيب لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ منظمو تماسونو ميکانيزم رامنځ ته شي.
دواړو لوريو د ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو د گڼو ارگانونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ او ليدو کتو هوکړه وکړه.