د بهرنیو چارو وزیر سره د روسیې سفیر وکتل

نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو او د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې د سیمې د وضعیت په اړه نظرونه او لیدلوري شریک شول او ټینګار وشو چې د سیمې د روانو تحولاتو په رڼا کې د افغانستان او روسیې ترمنځ دوامداره اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاریو په اړه هم خبرې وشوې او د اړیکو په لا پراختیا ټینګار وشو.