د بهرنیو چارو وزیر سره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانگړي استازي وکتل

نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي ښاغلي داکتر زلمي خلیلزاد وکتل.

په دې ناسته کې په افغانستان کې د اوسني وضعیت، بیلابیلو برخو کې د شته فرصتونو په تړاو خبرې وشوې. همداراز د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو هغه موارد بحث شول چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا کې رول لري.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په هیواد کې د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې په برخو کي د عملي پرمختګونو تر څنګ یادونه وکړه چې افغانستان دا مهال د پانګونې لپاره له مساعد چاپیریال څخه برخمن دی.

دغه راز ډاکتر زلمي خلیلزاد په افغانستان کې موجود امنیت او ثبات او د بیارغونې برخو کې شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان د ښېرازۍ، اقتصادي ودې او ځان‌بسیاینې په برخو کې لا زیات پرمختګونه ولري. نوموړي همداراز د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په تړاو خپل نظرونو شریک کړل.