ښاغلي پوتزل د خپل ماموریت په تړاو متقي صاحب ته معلومات ورکړل او د ښه ماموریت د ترسره کولو لپاره یې د اسلامي امارت همکاري او همکاهنګي لازم وبلل. د یوناما سرپرست وویل؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتیک ماموریت هرکلی کوي او غواړي چې د شته سفارتونو تر څنګ نور سفارتونه هم پرانیستل شي. د بهرنیو چارو وزیر د یوناما له نوي سرپرست څخه د ښه ماموریت د ترسره کولو هیله وکړه او زیاته یې کړه چې د یوناما له استازولۍ څخه توقع لري چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د مثبتو اړیکو او مثمر تعامل رول اداء کړي. محترم متقي صاحب یو ځل بیا ټینګار وکړ چې زموږ په اړه دې د مغرضو کړیو په بې بنسټه ادعاوو قضاوت نه کیږي، هغه وویل د نوي حکومت په راتګ سره وضعیت ډير ښه شوی دی، اوس سرتاسري امنیت تامین دی، هر داخلي او خارجي ارګان که وغواړي خپل ماموریت په ډير ښه او شفاف ډول مخته وړلای شي.