په پیل کې متقي صاحب هغوی ته د هرکلي تر څنګ د اسلامي امارت له بریا مخکې او وروسته د نوموړو علماوو او قطر هیواد له موقف او همکاریو ځانګړې مننه وکړه.نوموړي وویل په فلسطین کې روان وضعیت، شهادتونو، هجرتونو او قربانیو سخت دردولي یو خو د کامیابیو مقدمه تل همداسې قربانۍ وي، د فلسطین د مظلوم ولس په حق کې تاسې ډېره اغېزمنه مبارزه وکړه، چې د ستاینې وړ ده.
د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین په قضیه کي د قطر هیواد مثبت او معقول رول وستایه.متقي صاحب د افغانستان په اړه وویل: دلته کامل امن دی، ورځ تر بلې د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو شاهدان یو، د خوښۍ ځای دی چې په لومړي ځل افغانستان په بېلابېلو ډګرونو کي را پورته کیږي چې اوس د تیلو تولیدوونکو هیوادونو په لیست کې هم راغی.ورپسې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحاد عمومي منشي دکتور علي قره داغي د اسلامي امارت له ښه استقبال او اکرام څخه مننه وکړه او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د حماس ګوند مشر اسمعیل هنیة او قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ځانګړي سلامونه ورسول.نوموړي وویل د فلسطین قضیه د ټول امت قضیه ده چې مسئولیت یې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورګرځي.
همداراز د پوهنې وزارت مرستیال ښاغلي صبغت الله وصیل په تعلیمي ډګر کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خبرې وکړې.ورپسې د مرکز تکوین العلماء رئیس محمد الحسن الددو، د الهیئة العالمیة لأنصار النبي مشر د. محمد الصغیر، مشهور مؤرخ د. محمد علي صلابي، د فلسطین د علماوو ټولنې مشر د. نواف تکروري په خپل وار سره وویل چې د اسلامي نړۍ علماء ستاسې تر شا ولاړ دي او همدا یې مسئولیت دی،نړۍ ستاسې تجربو ته اړتیا لري او پر امت لازمه ده چې ستاسې ملاتړ وکړي. په کار دی چې د اشغالګرو په وړاندې ستاسې د فاتحینو تاریخونه ولیکل شي. په افغانستان کې وروستۍ زلزلې او پاکستان څخه د مهاجرينو جبري اخراج یو امتحان دی، باور لرو چې تاسې به په ښه توګه پکې بریا ومومئ.په پای کې متقي صاحب له زلزله ځپلو او راستنیدونکو مهاجرینو سره د دوی او قطر هیواد د مرستو مننه وکړه، او ترې ویې غوښتل چې د افغانستان واقعي تصویر د نړۍ تر ولسونو ورسوي.